۰
د بښنې نړیوال سازمان:

ترکیه دې افغان کډوال خوشي کړي او خپل هېواد ته یې دې نه ستنوي

چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د بښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل د ترکیې له حکومته غوښتي، چې افغانستان ته د نیول شویو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ فورآ ودروي.
ترکیه دې افغان کډوال خوشي کړي او خپل هېواد ته یې دې نه ستنوي
د بښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل د ترکیې له حکومته غوښتي، چې افغانستان ته د نیول شویو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ فورآ ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون سه شنبې د غوايي ۴ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د د ترکيې حکومت شاوخوا دوه زره افغانان د دې هېواد په جنوب کې په یوه توقیف ځای کې ساتلي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي ترکیه په پلان کې لري، چې دغه نیول شوي کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي، چې په وینا یې ترکیه باید دغه کار ونه کړي.

خبرپانه کې راغلي، چې ترکي چارواکي له توقیف شوېو افغانانو څخه په یوه سند لاسلیک اخلي چې ښکاره کړي دا کسان په داوطلبانه ډول بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د امنسټي انټرنشل په خبره دا سند په ترکي ژبه دی او هغه افغانان چې پرې لاسلیک کوي نه پوهېږي چې څه په‎کې لیکل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ترکيې پر حکومت غږ کړی چې توقیف شوي افغانان په سمدستي ډول خوشې کړي او هېواد ته د هغوی د ستنولو بهیر فوراً ودروي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې ترکيې د روانې اپریل میاشت له پیل راهیسې تر اوسه پورې څه د پاسه ۷ زره افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي