۰

د ملي دفاع وزیر له ډېورنډ فرضي کرښې لیدنه وکړه

سی شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ډوېورنډ فرضي کرښې له صفري برخې څخه لیدنه کړې ده.
د ملي دفاع وزیر له ډېورنډ فرضي کرښې لیدنه وکړه
د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ډوېورنډ فرضي کرښې له صفري برخې څخه لیدنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیا ولایت مقام په یوه خپرپانه کې ویلي، چې جنرال بهرامي تېره ورځ دوشنبې د غوايي ۳ مه پکتیا ولایت ته ورغلی وو.

سرچینه وايي له هغې وروسته دفاع وزیر، د پکتیا والي شمیم کټوازي، او ورسره مل نظامي او ملکي پلاوي ډنډه پټان ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د ډنډ پټان ولسوالي په صفري کرښه د انځرکې او نري کنډونو له تازه جوړو شویو نظامي تاسیساتو او پرتو جزوتامونو څخه لیدنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، چې  په دې سفر کې د دفاع وزیر سربېره د پکتیا والي او په ملي شورا کې ددې ولایت یو شمېر استازو په ګډون د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان، ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان د پکتیا ملي امنیت ریس او د پکتیا ولایت یو شمیر ملکي ادارو ریسانو هم ګډون کړی و.

دفاع وزیر پر داسې مهال په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له سرحدي پوستو لیدنه کوي، چې تېره اوونۍ پاکستاني ځواکونه دې خوا ته جوړې کړې پوستې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي