۰
امریکا:

پر شمالي کوریا به بندیزونه دوام ولري

سی شنبه ۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
امریکا وایي تر څو شمالي کوریا په عملي توګه د اټومي وسلو له پراختیا او جوړولو نه وي لاس په سر شوې، تر هغې به بندیزونه ورباندې دوام ولري.
پر شمالي کوریا به بندیزونه دوام ولري
امریکا وایي تر څو شمالي کوریا په عملي توګه د اټومي وسلو له پراختیا او جوړولو نه وي لاس په سر شوې، تر هغې به بندیزونه ورباندې دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز ویلي، که څه هم امریکا د شمالي کوریا د وروستیو اقداماتو هر کلی کوي، خو تر هغه چې دغه هېواد په عملي توګه د اټومي وسلو د نه جوړولو لپاره اقدامات نه وي پيل کړي، بندیزونه به ورباندې کم نه شي.

نوموړې دا هم ویلي، چې د ټرمپ حکومت به د پخوانیو حکومتونو تېروتنې تکرار نه کړی او هر څه به په عملي ډګر کې څارل کېږي او وروسته به پرېکړه کېږي.

باید و ویل شي، چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون څو ورځې وړاندې د نورو بالستیکي توغندیو د نه ازمویلو امر وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له خوا یې دغه اقدام وستایل شو.

امریکا پر داسې مهال پر شمالي کوریا د بندیزونو د نه لرې کولو خبره کوي، چې څو ورځې وړاندې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو چې تر اوسه د دې وخت نه دی رارسېدلی، چې د شمالي کوریا په وړاندې کوم نرمښت وښودل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي