سیمه ییز چارواکي وايي، په فاریاب ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو قوماندان چې د جمعیت ګوند غړیتوب یې هم درلود د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (سه شنبې شپه د غوايي ۴مه) د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، د سیمه ییزه پولیسو قوماندان جنرال فاروق قاطح المار ولسوالس ته د امنیتي ځواکونو مرستې ته د ورتګ په حال کې وو چې پر موټر یې د سړک د غاړې چاودنه شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې خپله جنرال قاطع او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.
باید و ویل شي، چې جنرال غلام فاروق قاطع د جمعیت ګوند غړیتوب هم درلود.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:فاریاب