ټاکل شوې د امریکا متحده ایالت په نیجر کې د بې پیلوټه الوتکو یوه هوايي اډه جوړه کړي، چې موخه یې د القاعده، داعش او نورو وسله والو ډلو څارل او له منځه وړل دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دغه اډه د نیجر د پلازمېنې په ۹۰۰ کیلومترۍ کې د اګادیز په سیمه کې جوړېږي.
امریکايي چارواکو ویلي له دغه کار یې موخه په افریقا کې د القاعده، داعش او نورو سخت دریځو ډلو وسله والو څارل او له منځه وړل دي.
په دغې اډه کې به جنګي جټ او «MQ-9» ډرون الوتکې ځای پر ځای شي او شاوخوا ۵۰۰ امریکايي پوځیان به په کې کار کوي.
د افریقا لپاره د امریکا د قوماندانۍ ویاندې سامانتا ریهو ویلي، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې استخبارات، څارنه او اکتشاف ډېر مهم دي.
جمهورخبري آژانس:کابل