د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، په شمالي کوریا کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۲ چینايي سیلانیان مړه شوي دي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه پېښه پرون د شمالي کوریا په هوانګای ولایت کې رامنځ ته شوې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پېښه کې درې تنه ټپیان شوي چې روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
دغه راز یاد وزارت ویلي، چې په دغه پېښه کې د شمالي کوریا څلور وګړي هم مړه شوي دي.
چنیايي چارواکو زیاته کړې، چې د ډیپلوماټانو او طبي کاروکوونکو یوه ډلګۍ یې شمالي کوریا ته استولې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل