که څه هم د ځمکو غصب د حکومت پر وړاندې یو له پرتو ننګونو څخه ده، خو له دې سره بیا هم د عدلیې وزارت وايي، د ۲۶ زره جرېبه دولتي ځمکې د غصب مخنیوی یې کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت نن دوشنبې د غوايي ۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دغه وزارت د یو کال لاس ته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي و ویل، چې عدلیې وزارت د ځمکو د یوه مدافع ارګان په توګه د دولتي او غیر دولتي املاکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د پام وړ لاس ته راونې لري.
هغه و ویل، چې عدلیې وزارت په تېر یوه کال کې له ۲۶ زره جرېبه زیاته ځمکې، ۳۶ هټیو، ۷ بابه کورونو، یوه آپارتمان، ۱۷۱ میلیونه افغانیو، یو میلیون ډالرو او ۱۳ زره یورو څخه په محکومو کې دفاع کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه دولتي ځمکې او املاک د عدلیې وزارت په هڅو او د دولتي ادراو له خوا د راپورونو د نشرولو پر مټ بېرته دولت ته راګرځول شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل