د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد له خپلې دندې لرې کړای شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باوري سرچینې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبې د غوايي ۳ مه جنرال مراد له خپلې دندې لرې کړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ او کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د جنرال مراد د لرې کولو لامل تر اوسه معلوم دی.
باید و ویل شي، چې جنرال مراد علي مراد تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د پوځ د مشر په توګه دنده تر سره کوله.
جمهورخبري آژانس:کابل