۰

له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د لېږد مخه ونیول شوه

یکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۶
په ننګرهار ولایت کې سرحدي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د لېږد مخه نیولې او په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د لېږد مخه ونیول شوه
په ننګرهار ولایت کې سرحدي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د لېږد مخه نیولې او په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ زون کې د پوله ساتو ځواکونو قوماندان جنرال محمد ایوب حسن خيل نن یک شنبې د غوايي ۲ مه جلال آباد ښار کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې دغه وسلې د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، یو چې غوښتل یې پنځه میله روسي کلاشنکوفونه او پنځه میله تفنګچې له پاکستانه افغانستان ته راوړي د پولیسو له خوا ونیول شو.

ده زیاته کړه، چې نیول شوي کس دغه وسلې په یوه سراچه موټر کې په ځانګړي مهارت سره ځای پر ځای کړې وې، چې سرحدي ځواکونو نیولی دی.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو عمومي قوماندان زیاتوي، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یې د امنیت د لاس ټنګښت په موخه نورې پوستې هم جوړې کړې او د وسله والو او قاچاق وړونکو د تګ راتګ مخه یې نیولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي