۰
د کورنیو چارو وزات:

په تېره یوه اونۍ کې ۴۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۴۵۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېره یوه اونۍ کې ۴۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۴۵۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارته نن یک شنبې (د غوايي ۲مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په تېره اونۍ کې ۱۱۰ کډ عملیات د وسله والو پر ضد تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه عملیات په ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، فراه، هرات، فاریاب، جوزجان، تخار او بدخشان ولایتونو کې تر سره شوي دي.

سرچینې ویلي د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۲۳۵ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۰۱ تنه ټپیان او ۲۱ تنه نور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي