۰

اتمر له چین پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې ده

شنبی ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له چینايي چارواکو غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړی تر څو دغه هېواد د افغانستان د سولې او امن په برخه کې همکاري وکړي.
اتمر له چین پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې ده
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له چینايي چارواکو غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړی تر څو دغه هېواد د افغانستان د سولې او امن په برخه کې همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه غوښتنه چین ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې چې نن شنبې د ثور لومړی نېټه پای ته ورسېدو له چنايي چارواکو سره په لیدونو کې کړې ده.

دغه راز ښاغلي اتمر په دې لیدونو کې له چنیايي چارواکو هیله کړې، چې د شانګهاى د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د تروريزم په وړاندې په مبارزه کې خپل رول پراخ کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ویلي ښاغلي اتمر دغه راز چیني چارواکو سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې تر څنګ، د افغانستان د سولې پر پروسه دغه راز د کابل او پېکينګ ترمنځ د اقتصادي اړيکو پر پراختيا هم خبرې وکړې.

نوموړي وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار د افغانستان د سولې او امن په مسئله کې د همکارۍ لپاره له چين څخه پر پاکستان د فشار راوستلو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي اتمر چنیايي چارواکو ته دا هم ویلي، چې د افغانستان او چين په غرنيو سرحدي سيمو کې د تروريستي فعاليتونو د مخنيوي او هلته د ګزمې لپاره د افغانستان د يوې غرنۍ لېوا جوړېدو ته اړتيا ليدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي