ازبک او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د سولې او ثبات په تړاو خبرې اترې کړې او ازبک چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان په ثبات کې رښتینې همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېوادونو د چارواکو تر منځ خبرې ازبکستان ته د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ناصرخان جنوعه په سفر کې شوې دي.
جنوعه ازبکستان ته تللی او هلته یې له ازبک چارواکو سره د افغانستان د امنیت سربېره پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې اترې کړې دي.
ازبک چارواکو په خبرو کې له پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې خپله همکاري ونه سپموي، ځکه د دوی په وینا په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.
په دغه خبرو کې دواړو لورو ټینګار کړی، چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې به یو له بل سره همکاري کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل