۰

یو روسي طالب جنګیالۍ په امریکا کې په عمري بند محکوم شو

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۷
د امریکا یوې فدرال استناف محکمې یو پخوانی روسی پوځي،، چې په ۲۰۰۹ کال کې پر امریکايي ځواکونو په یوه برید کې له طالبانو سره په مرسته تورن پېژندل شوی دی، په عمري بند محکوم کړ.
یو روسي طالب جنګیالۍ په امریکا کې په عمري بند محکوم شو
د امریکا یوې فدرال استناف محکمې یو پخوانی روسی پوځي،، چې په ۲۰۰۹ کال کې پر امریکايي ځواکونو په یوه برید کې له طالبانو سره په مرسته تورن پېژندل شوی دی، په عمري بند محکوم کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محکمې پرون چهارشنبې ایریک حمیدولین ته چې ویل کېږي د حقاني شبکې اړوند طالبانو سره یې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو د یوه برید رهبري پر غاړه درلوده د عمري بند سزا اورولې ده.

خو د ایریک حمیدولین مدافع وکیل ویلي، چې موکل یې جنایت کار نه بلکې یو سرتېری دی او تر څو یې په اړه یوې نظامي محکمې تصمیم نه وي نیولی باید د یوه جنګي بندي په توګه ورسره چلند وکړي.

ولې د محکمې درې کسیزه قضاوت کوونکي پلاوی ویلي، چې عدلیې وزارت د دوی له دلیل سره توافق کړی او دغه روسی ځکه د جنګي بندیانو له مصوونیت څخه ګټه نه شي اخستی، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د افغانستان جګړه د یوې وسله والې نړیوالې جګړې په توګه نه طفقه بندي کېدله.

باید و ویل شي، حمید والین چې يو پخواني روسي سرتېری و د افغانستان په خوست ولایت کې د سرحدي پولیسو او امریکايي ځواکونو له خوا وروسته له هغې ونیول شو، چې د افغان ځواکونو په یوه سرحدی پوسته یې د برید پلان چمتو کړی و او برخه یې په کې اخیستې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي