امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت د سرحدي پولیسو یو لوړ پوړی قوماندان سمونوال جانان افغان د ماین په چاودنه کې و وژل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قوماندان جانان په موټر نن سهار چهارشنبې د وري ۲۹ مه د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې دغه چاودنه شوې.
امنیتي سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې قوماندان جانان چې د سرحدی
ویل کېږي سمونوال جانان د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له نږدې او باوري کسانو څخه وو، چې د کندهار د ګنو ولسوالیو د سقوط د مخ نیوي په عملیاتو کې يې رول درلود.
پولیسو د چټک غبرګون کنډک قوماندان و، وژل شوی او څلور ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
ځینې سرچینو ویلي، چې چاودنه د جانان په موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، خو د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی ویلي تر اوسه معلومه نه ده، چې چاودنه چسپکي ماین و او که ځانمرګی برید.
د کندهار د میرویس روغتون ډاکترانو هم ویلي، چې دوی ته د پېښې له ځای څخه څلور تنه ټپیان ور وړل شوي، چې د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
ویل کېږي سمونوال جانان د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له نږدې او باوري کسانو څخه وو، چې د کندهار د ګنو ولسوالیو د سقوط د مخ نیوي په عملیاتو کې يې رول درلود.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار