۰

طالبانو په غور کې د ټاکنو کمېسیون درې کاکوونکي او دوه پولیس برمته کړي

چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په غور ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون درې سیمه ییز غړي او دوه پولیس برمته کړي دي.
طالبانو په غور کې د ټاکنو کمېسیون درې کاکوونکي او دوه پولیس برمته کړي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په غور ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون درې سیمه ییز غړي او دوه پولیس برمته کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ سه شنبې د وري ۲۸ مه له ماسپښین وروسته د غور ولایت د فیروزکو ښار د الله یار په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي وايي، وسله والو طالبانو په الله یار سیمه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نوم لیکنې په مرکز برید کړی او د دغه مرکز څخه درې کارکوونکي او دوه پولیس له ځان سره وړي دي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو د دغه مرکز ټاکنیز توکي هم سوځولي او نیول شوي کسان یې له ځان سره تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته لېږدولي دي.

د غور د پولیسو ویاند زیاتوي، چې دا مهال د محلي چارواکو او قومي مخورو پر مټ هڅې پیل شوې، تر څو برمته شوي کسان راخوشي شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 باید و ویل شي، چې د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د پیل څخه چې څلور ورځې وړاندې پیل شو، دا لومړی پېښه ده، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په سیمه ییزه کارکوونکو وسله وال برید کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي