۰

ترکیې نېږدې ۷ زره افغان کډوال را ایستلي دي

سی شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۲
د ترکیې د کډوالو چارو اداره وايي، په دې وروستیو څو ورځو کې یې نېږدې ۷ زره افغان کډوال چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، بېرته افغانستان ته لېږلي دي.
ترکیې نېږدې ۷ زره افغان کډوال را ایستلي دي
د ترکیې د کډوالو چارو اداره وايي، په دې وروستیو څو ورځو کې یې نېږدې ۷ زره افغان کډوال چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د عمومي ریاست په خپرپانه کې ویل شوي، چې دوی ۶۸۴۶ افغانان، چې قانوني اسناد یې نه لرل، په چارتر الوتکو کې افغانستان ته لېږلي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې دغه افغانان د ایزروم او اګري له ختیځو ولایتونو او د ازمیر له لوېدیځ ولایت څخه افغانستان ته استول شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په راتلونکو ورځو کې به زر نور افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي