۰
ډاکتر عبدالله:

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عامه پوهاوي په برخه کې کمزوری دی

سی شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۶
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون له دې امله نیوکه وکړه، چې په وینا یې دغه کمېسیون د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې کمزوری عمل کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عامه پوهاوي په برخه کې کمزوری دی
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون له دې امله نیوکه وکړه، چې په وینا یې دغه کمېسیون د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې کمزوری عمل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر دوه ورځې وړاندې پیل شوی، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ په تېرو دوه ورځو کې په ټول هېواد کې تر ۱۳ زره پورې کسانو  نوم لیکنه کړې ده.

 دا چې ولې تر اوسه د نوم لیکنې په برخه کې کمو خلکو ګډون کړی دی، ولسي جرګه، سیاسي حزبونه او ان حکومتي چارواکي یې پړه د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون اچوي او وايي، دغه کمېسیون د ټاکنو په تړاو د عامه پوهاوي په برخه کې هغه ډول کار نه دی کړی، څنګه کې وړ ده.

تېره ورځ د افغانستان ولسي جرګې هم د رایه ورکوونکو کم رنګه حضور څخه اندېښنه څرګنده کړې او د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون یې غږ کړی و، چې د ټاکنو په برخه کې د عامه پوهاوي برخه غښتلې کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د پروموټ پروګرام د فراغانو په فراعت غونډه کې وینا کوله د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون نیوکه وکړه، چې د عامه پوهاوي په برخه کې یې کم کار کړی، ځکه د خلکو ونډه هم کم رنګه ده.

عبدالله له کمېسیون څخه د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي د برخې د پیاوړي کولو تر څنګ له ولس څخه هم غوښتنه وکړه، چې په نوم لیکنه کې برخه واخلي او د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو له پاره په ټاکنو کې د کډون چمتوالی ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي