د افغانستان ملي دفاع وزیر په سعودي عربستان کې د عربي خلیج د همکارۍ شورا د پوځیانو د مانور د پای په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، جنرال طارق شاه بهرامي د سعودي عربستان د چارواکو په رسمي بلنه په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.
دغه مراسم تېره ورځ دوشنبې به سعودي عربستان کې تر سره شوي او د خلیج د همکارۍ شورا د پوځیانو په دې تمرینونو کې د ۲۵ هېوادونو پوځیانو ګډون درلود.
سعودي چارواکو ویلي، د دغو ګډو ځواکونو د تمرینونو چې یوه میاشتیې دوام کړی، هدف په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا وه.
جمهورخبري آژانس:کابل