د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، داعش وسله والو په دغه ولایت کې له یوه ۱۲ کلن ماشوم څخه سر غوڅ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه پېښه تېره ورځ دوشنبې د وري ۲۷ مه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحفیظ خاشي ویلي، داعش وسله والو له دغه ماشوم څخه د پولیسو له یوه مامور سره چې اوښی یې هم دی د همکارۍ په تور سر پرې کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه پېښه د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په یو کیلومترۍ د کوتل اوستی په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس: جوزجان