ننګرهار کې د داعش د امر بالمعروف مسوول نیول شوی دی

28 حمل 1397 ساعت 9:28

سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د امر بالمعروف مسؤل نیولی دی.


سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د امر بالمعروف مسؤل نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوې باوري امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د داعش دغه مشر نن سهار سه شنبې د وري ۲۸ مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د داعش د امربالمعروف مسوول منور چې په حذیفه مشهور دی نیولی دی.

دغه سرچینې ویلي، چې د نیول شوي داعشي مشر څخه دا مهال پوښتنې ګروېږنې روانې دي او وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 103375

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103375/

جمهور
  https://www.jomhornews.com