۰
افغان پوځ:

په فراه کې د هوايي برید پر مهال لسګونه وسله وال وژل شوي دي

دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۵
په لوېدیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۹ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په فراه کې د هوايي برید پر مهال لسګونه وسله وال وژل شوي دي
په لوېدیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۹ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، پر طالبانو دغه هوايي بریدونه هغه مهال وشول، چې دوی په سیمه کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو تېره شپه د فراه ښار ته څېرمه د تینک په سیمه کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړ، چې سهار مهال پرې افغان او بهرنیو ځواکونو بمبار وکړ.

خبرپاڼه کاږي، چې په دې هوايي بریدونو کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۷ قول اردو چارواکو زیاته کړې، چې په وژل شویو کې  د وسله والو د ۴۰ کسیزې ډلې مشر ملا ابراهیم، د ۳۰ کسیزې ډلې مشر حافظ نیاز محمد، د ۲۰ کسیزې ډلې مشر حاجي بصیر، او د ۱۰ کسیزې ډلې مشر صالح محد هم شامل دي.

بل خوا خبرپاڼه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې هم د نښتې پر مهال د طالبانو د دوه ډلمشرانو ملا عبدالقیوم او حسام الدین د وژل کېدو او درې نورو طالبانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د تینک سیمې په جګړه کې یو پولیس هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي