۰

بغلان کې یو کس د خپلې خسرګنۍ پنځه غړي وژلي دي

دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۲
سیمه ییز چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې یو کس د خپلې خسرګنۍ د پنځو غړو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی دی.
بغلان کې یو کس د خپلې خسرګنۍ پنځه غړي وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، په بغلان ولایت کې یو کس د خپلې خسرګنۍ د پنځو غړو تر وژلو وروسته ځان هم وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار دوشنبې د وري ۲۷ مه د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په اقامتګاه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، په یاده سیمه کې یو کس خپله مېرمن، د هغې مور، پلار، ورور او یوه بله مېرمن په ډزو وژلي او وروسته یې ځان ویشتلی او وژلی یې دي.

دی زیاتوي، چې تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم شوی، خو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو خپلې څېړنې پیل کړې دي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې دغه ډول پېښې زیاتې شوې دي او څو ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې هم ورته یوه پېښه رامنځ ته شوې وه.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي