لوړ پوړي افغان او بهرني امنیتي چارواکي، د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن نن دوشنبې د وري ۲۵ مه کندهار ولایت ته ورسېدل.
کندهار ته د دغه لوړو پوړو امنیتي چارواکو د سفر موخه د دغه ولایت امنیتي وضعیت او یو لړ نورو موضوعاتو څېړل او ارزول ښودل شوي دي.
دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي پر داسې مهال کندهار ولایت ته سفر کوي، چې د پسرلي په رادبره کېدو سره په جنوب او جنوب لوېدیځ زون کې جګړو زور اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل