۰
نیکولسن:

د افغانستان په شمال کې به د داعش ریښې وباسو

دوشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ویلي افغان او امریکايي ځواکونه به په ګډه د د افغانستان په شمال کې داعش له پښو وغورځوي.
د افغانستان په شمال  کې به د داعش ریښې وباسو
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ویلي افغان او امریکايي ځواکونه به په ګډه د د افغانستان په شمال کې داعش له پښو وغورځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زیاته کړې، هوډ لري، چې د جګړې په ډګر کې پر وسله والو فشارونه نور هم زیات او دوامداره کړي، څو داعش او نور وسله وال له پښو وغورځول شي.

هغه وايي، افغان او امریکايي ځواکونو همدا اوس په شمال په ځانګړي ډول په جوزجان ولایت کې د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او دا عملیات به دوامداره وي.

نېکولسن زیاته کړې، چې دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي او د داعش او طالبانو په مرکزونو به هوايي بریدونه زیات کړي.

هغه وایي، د روان کال له پیله تر دې دمه ۹۰ کسه داعش وسله وال وژل شوي چې ډېری یې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړو او هوايي عملیاتو کې له منځه تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي