۰

جوزجان کې د داعش استخباراتي مسوول او ۱۹ نور داعشیان وژل شوي

یکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۸
د جوزجان امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د استخباراتو د مسوول په ګډون د ۲۰ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
جوزجان کې د داعش استخباراتي مسوول او ۱۹ نور داعشیان وژل شوي
 د جوزجان امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د استخباراتو د مسوول په ګډون د ۲۰ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، داعش ته دغه ځاني زیان د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د پیل شویو هوايي عملیاتو پر مهال اوښتې ده.

د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمن محمودي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په درزاب کې د داعش پر ضد هوایي عملیات روان دی، چې تر اوسه په کې ۲۰ داعشیان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو داعشیانو کې د درزاب له پاره د داعش استخباراتي مسوول حمید الله اکه او د دغه ډلې ۹ نور بهرني غړي هم شامل دي.

د جوزجان مرستیال والي دا هم و ویل، چې په دې عملیاتو کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، په دې عملیاتو کې ټپي شوي ولسي وګړي دا مهال د جوزجان د مرکز شبرغان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم امنیتي چارواکو په جوزجان ولایت کې د داعش د قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي