۰

طالبانو بیا په غزني کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي

یکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۸
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو یو ځل بیا په غزني ولایت کې په ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو بیا په غزني کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو یو ځل بیا په غزني ولایت کې په ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې د سیمه ییزه پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، د طالبانو له برید سره سم امنیتي ځواکونو هم په ځوابیه برید لاس پورې کړی او د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، نښتې د سهار تر ۵ بجو پورې دوام درلود، چې په ترڅ کې یې پنځه پولیس او ۷ طالبان وژل شوي او دغه راز پنځه پولیس او پنځه طالبان ټپیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې سیمې ته له مرکزه مرستندویه ځواکونه هم ورغلي، چې هغوی په لار کې د طالبانو له کمین سره مخ شوي، خو په ټول کې د طالبانو دغه بریدونه په شاه تمبول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه شپې وړاندې هم د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په ډلیز برید کې د یادې ولسوالۍ ولسوال، د امنیت امر او یو شمېر نور امنیتي سرتېري وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي