۰

ولسمشر غنی طالبانو ته په ټاکنو کې د ګډون بلنه ورکړه

شنبی ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۷
افغان ولسمشر یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې که په ولس کې رېښې لري نو سوله دې وکړي او په ټاکنو کې د برخه واخلي.
ولسمشر غنی طالبانو ته په ټاکنو کې د ګډون بلنه ورکړه
افغان ولسمشر یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې که په ولس کې رېښې لري نو سوله دې وکړي او په ټاکنو کې د برخه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن شنبې د وري ۲۵ مه د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر د پرانستې په مراسمو کې وکړه.

افغان ولسمشر او د هېواد لومړی مېرمنۍ هم په دغه ټاکنو کې د رایې ورکولو له پاره نوم لیکنه او وله ولس څخه یې هم وغوښتل، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

ولسمش دغه راز په خپلو خبرو کې پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ، چې په وینا یې سوله دې وکړي او په ټاکنو کې د برخه واخلي.

هغه و ویل«که دوی (طالبان) باور لري، چې په ولس کې رېښې لري، نو ټاکنې ورته یو ښه فرصت دی»

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د سولې په اړه طالبانو ته یوه واضح او جامعې طرحه وړاندې شوې، چې د ولس او نړیوال ملاتړ له ځان سره لري نو طالبانو ته هم په کار ده، چې د یادې طرحې هرکلۍ وکړي.

د ولسمشر غني په خبره د ملي یووالي حکومت به په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله و نه کړي او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې په دغو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي