د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پر سوریې د امریکا برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې له ټولو نړیوالو قوانینو په ښکاره سرغاړاوی بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن شنبې د وري ۲۵ مه په سوریه د برید امر ورکړ، او ویل کېږي، تر اوسه یې په دمشق لسګونه مزایل ویشتلي دي.
امریکا وايي، دا برید یې د دې له پاره کړی، چې د اسد رژیم په دوما ښار کې کیمیاوي برید کړی او دوی غواړي د سوریې د حکومت هغه ځایونه په نښه کړي، چې د کیمیاوي وسلو له پاره کارول کېږي.
خو د روسیې ولسمشر پوتین پر سوریه د امریکا دغه برید ښکار تېری بللی او ویلي یې دي، چې د امریکا دغه کړنه به د سوریې روان کړکېچ نور هم ژور او خونړی کړي.
پوتین ویلي، امریکا په ښکاره توګه، د سوریې پر حریم تېری کړی دی او په دغه هېواد یې د توغندیو بریدونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دی دغه عمل غندي او نړیوالې ټولنې غواړي، چې باید د امریکا د دغه راز کړنو مخه ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل