۰

افغان او اذربایجاني ولسمشرانو تلېفوني خبرې کړې دي

شنبی ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
اذربایجاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشر الهام علي اوف او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په تلېفوني اړیکه کې پر ځینو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
افغان او اذربایجاني ولسمشرانو تلېفوني خبرې کړې دي
اذربایجاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشر الهام علي اوف او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په تلېفوني اړیکه کې پر ځینو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، په دغه تلېفوني اړیکه کې چې تېره ورځ شوې دواړو مشرانو په کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه اړیکه کې ولسمشر غني، ولسمشر علي اوف ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ویلي ده.

په راپور کې ویل شوي، الهام علي اف له ولسمشر غني څخه د مننې تر څنګ د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د اذربایجان ولسمشر ویلي، چې دواړه هېوادونه پخپلو کې ښې اړیکې لري او هڅه به وکړي، چې دغه اړیکې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې نورې هم پياوړې او نږدې شي.

باید و ویل شي، چې الهمام علي اف درې ورځې وړاندې د څلورم ځل له پاره د اذربایجان ولسمشر وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي