۰

ملګرو ملتونو پر سوریې د امریکا د برید په اړه غبرګون ښودلی دی

شنبی ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۲
ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتریش په سوریه د امریکا د برید په غبرګون کې ویلي، چې ښکېلې خواوې دې په سوریه کې له زغم کار واخلي.
ملګرو ملتونو پر سوریې د امریکا د برید په اړه غبرګون ښودلی دی
ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتریش په سوریه د امریکا د برید په غبرګون کې ویلي، چې ښکېلې خواوې دې په سوریه کې له زغم کار واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوتریش ټینګار کړي، چې دغه مسئله باید په پوره حوصله او د خبرو له لارې حل شي.

باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ نن شنبې د وري ۲۵ مه په سوریه د برید امر ورکړی او ویل کېږي په دمشق کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

دغه بریدونه امریکا،، برېتانیا او فرانسې په ګډه د هغه برید په غبرګون کې پیل کړي، چې څو ورځې وړاندې د سوریې په دوما ښار وشو.

امریکا ویلي، د اسد رژیم په دغه برید کې کیمیاوي وسلې کارولې او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې تر دې دمه له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې توغندي د امریکا له لوري پر دغه ښارونو توغول شوي دي.

امریکا ویلي چې پر سوریې د برید لومړۍ جوپه پای ته رسېدلې او دغه بریدونو کې، ځينې هوايي ډګرونه په نښه شوي دي.

خو د سوریې رسنیو ویلي، چې دوی ۱۵ توغندي دفع کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي