ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتریش په سوریه د امریکا د برید په غبرګون کې ویلي، چې ښکېلې خواوې دې په سوریه کې له زغم کار واخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوتریش ټینګار کړي، چې دغه مسئله باید په پوره حوصله او د خبرو له لارې حل شي.
باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ نن شنبې د وري ۲۵ مه په سوریه د برید امر ورکړی او ویل کېږي په دمشق کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.
دغه بریدونه امریکا،، برېتانیا او فرانسې په ګډه د هغه برید په غبرګون کې پیل کړي، چې څو ورځې وړاندې د سوریې په دوما ښار وشو.
امریکا ویلي، د اسد رژیم په دغه برید کې کیمیاوي وسلې کارولې او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې تر دې دمه له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې توغندي د امریکا له لوري پر دغه ښارونو توغول شوي دي.
امریکا ویلي چې پر سوریې د برید لومړۍ جوپه پای ته رسېدلې او دغه بریدونو کې، ځينې هوايي ډګرونه په نښه شوي دي.
خو د سوریې رسنیو ویلي، چې دوی ۱۵ توغندي دفع کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل