۰
د پاکستان ستره محکمه:

نواز شریف د تل له پاره په انتخاباتو کې ګډون نه شي کولای

شنبی ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۷
د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د تل له پاره په ټاکنو کې له ګډون کولو څخه محروم کړی دی.
نواز شریف د تل له پاره په انتخاباتو کې ګډون نه شي کولای
د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د تل له پاره په ټاکنو کې له ګډون کولو څخه محروم کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محکمې ویلي، چې نواز شریف نور نه شي کولای په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د پاکستان سترې محکمې د پارلمان د هغو غړیو په اړه، چې صلاحیت یې رد شوی دی، د بې صلاحیتۍ د مودې په اړه پرېکړه وکړه چې د قانون د ۶۲ مادې پر اساس بې صلاحیته کړای شوي غړي د تل لپاره په انتخاباتو کې ګډون نه شي کولی.

د سترې محکمې دې پرېکړې پخوانی صدراعظم نوازشریف د تل لپاره په انتخاباتو کې له ګډونه محروم کړ.

د نوازشریف او یو شمېر نورو ترڅنګ د عمران خان د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي جهانګیرخان ترین هم د تل لپاره په انتخاباتو کې له ګډونه پاتې شو.

د پاکستان له قوانینو سره سم سیاستوال یوازې د پارلمان له لارې وزارتونو او صدراعظمۍ او ولسمشرۍ ته رسېدای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي