د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګونو یوه لوړ پوړي چارواکي جنرال مارک ميلي ویلي تر څو چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه نه وي وړل شوي تر هغې ترهګر نه شي ختمېدالی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال میلي د امریکا د کانګرس د وسله والو ځواکونو کمېټې ته د خبرو پر ویلي د ترهګرو د ماتې له پاره لومړی باید په پاکستان کې د هغوی مرکزونه له منځه یو وړل شي او دا یو اړین کار دی.
نوموړي زیاته کړې، تر څو چې په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه شتون ولري، په افغانستان
جنرال میلي ټینګار کړی او ویلي یې دي،«که په افغانستان کې د ستونزې حل غواړو، نو پاکستان باید د ستونزې یوه برخه وګڼل شی.»
کې به طالبان، حقاني شبکه داعش او نورې ترهګرۍ ډلې ماتې نه شي.
جنرال میلي ټینګار کړی او ویلي یې دي،«که په افغانستان کې د ستونزې حل غواړو، نو پاکستان باید د ستونزې یوه برخه وګڼل شی.»
په ورته وخت کې هغه دا هم ویلي، چې طالبان، حقاني شبکه یا داعش د افغان حکومت لپاره، ځکه ګواښ نه دي، چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا لري.
هغه په خپلو خبرو کې سناتورانو ته ویلي، چې د افغانستان د ثبات لپاره ښه لار دا ده، چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او دغه پوځیان نور هم پياوړي شي.
هغه ټينګار کړی، چې امریکا باید د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکړي او دغه راز له ترهګرۍ سره موثرې مبارزې لپاره باید پر پاکستان هم فشارونه ډېر شي.
جمهورخبري آژانس:کابل