۰

ټرمپ پر سوریه د برید امر وکړ

شنبی ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۹
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه د برید امر ورکړی دی او ویل کېږي تر اوسه پورې په دمشق کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ټرمپ پر سوریه د برید امر وکړ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه د برید امر ورکړی دی او ویل کېږي تر اوسه پورې په دمشق کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ نن شنبې د وري ۲۵ مه په سوریه د برید امر ورکړی او ویل کېږي امریکا، فرانسه او انګلستان به په ګډه په سوریه بریدونه کوي.

د امریکا ولسمشر ویلي دا بریدونه په سوریې کې په ولسي خلکو باندې د بشار الاسد د رژیم د کیمیاوي بریدونو ځواب دی او هدف یې دا دی، چې د کیمیاوي وسلو تولید او کارول ختم شي.

هغه زیاته کړې، دغه بریدونه چې په ګډه له فرانسې او بریتانیې سره پیل کېږي تر هغو به دوام ولري تر څو چې د سوریې رژیم د ډله ییزې وژنې د کیمیاوي وسلو کارول نه وي بند کړي.

نوموړي زیاته کړه«یو ګډ عملیات د فرانسې او انګلستان له وسله وال پوځ سره د اجرا په حالت کې دي، موږ له دواړو هېوادونو مننه کوو.»

د امریکا ولسمشر په سوریه د برید امر پر داسې مهال ورکړی، چې وړاندې تر دې روسیې له دغه کار سره کلک مخالفت ښودلی او ګواښ یې کړی، چې له هر ځایه برید وشي دوی به هغه په نښه کوي او د امریکا مزایل به شنډوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي