۰
چارواکي:

د قندوز په امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو برید په شاه تمبول شوی

پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۵
د قندوز په امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو برید په شاه تمبول شوی
د قندزو سیمه ییز چارواکي وایي، د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبول شوی او هغوی ته مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د د کُنجک په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی و.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو دغه بریدونه د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي، چې په ترڅ کې یې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دی وایي، د طالبانو په برید کې یو سیمه ییز پولیس هم وژل شوی دی، خو طالبان په شاه تمبول شوي او له سیمې تښتېدلي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۵ اربکیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي