۰
د ملګرو ملتونو عمومي مشني:

د سوریې جګړه باید له کنټروله ونه وزي

پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د امریکا یوه پخواني ولسمشر خبردارۍ ورکړی، چې د سوریې جګړه باید له کنټروله ونه وزي.
د سوریې جګړه باید له کنټروله ونه وزي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د امریکا یوه پخواني ولسمشر خبردارۍ ورکړی، چې د سوریې جګړه باید له کنټروله ونه وزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګري ملتونه دغه خبردارۍ وروسته له هغې ورکوي، چې امریکا او روسیه، په سوریه کې د یوه برید په اړه چې ویل کېږي کیمیاوي برید و سره کېوتلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روسیې ته خبردارۍ ورکړی او په یوه ټوېټ کې یې ورته ویلي، چې چمتوه شه زموږ مزایل در روان دي، چې ډېر ښکلي او هوښیار دي.

خو روسیې بیا ویلي د امریکا هر مزایل به شنډ او هغه ځای به په نښه کړي، کوم ځای نه چې مزایل ویشتل کېږي.

د امریکايي او روسیي چارواکو تر دې توندو غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پرون ناوخته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیو، متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې، چین او روسیې له سفیرانو سره خبرې کړې دي.

نوموړي د وروستي په ټپه درېدلي حالت د خطرونو په اړه خپله ژوره اندېښه ورته بیان کړي او ټینګار یې کړی، چې د سوریې جګړه باید له کنټروله ونه وزي.

پر سوریه د برید په اړه د امریکا او روسیې ناندریو وروسته له هغې زور واخیست چې څو ورځې وړاندې د سوریې په دوما ښار کې یو برید وشو.

امریکا وايي، دغه برید کیمیاوي و چې ډېر حشیانه او ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو روسیې او د سوریې حکومت دا خبره رد کړې، چې ګنې کیمیاوي برید و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي