۰

په څرخ ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانستل شوي دي

پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۶
د لوګر د پوهنې رياست چارواکو ویلي، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب يې د څرخ ولسوالۍ تړل شوي ٣٠ ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستى دي.
په څرخ ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانستل شوي دي
د لوګر د پوهنې رياست چارواکو ویلي، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب يې د څرخ ولسوالۍ تړل شوي ٣٠ ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستى دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېږدې  ١١ ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو پر مخ ٣٠ ښوونځي وتړل.

خو د لوګر د پوهنې رييس عبدالوکیل کلیوال ویلي، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب يې دغه ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.

نوموړي د څرخ ولسوالۍ له دیني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو وغوښتل چې خپل ټول ماشومان ښوونځي ته ولېږي څو له زده کړو محروم نه شي.

په لوګر کې دغه ښوونځي پر داسې مهال پرانستل کېږی، چې وړمه شپه په همدې ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور اچول شوی وو.

جمهورخبري آژانس: لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي