۰
اروپایي ټولنه:

د سولې وړاندیز په اړه د طالبانو چوپ پاتې کېدو هیله من کړي یو

پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی پیري میاودون وایي، د سولې په اړه د افغان حکومت وروستیو هڅو او د حکومت د سولې وړاندیز ته د طالبانو چوپ پاتې کېدو د سولې هیلې زیاتې کړې.
د سولې وړاندیز په اړه د طالبانو چوپ پاتې کېدو هیله من کړي یو
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی پیري میاودون وایي، د سولې په اړه د افغان حکومت وروستیو هڅو او د حکومت د سولې وړاندیز ته د طالبانو چوپ پاتې کېدو د سولې هیلې زیاتې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې میاودون دغه څرګندونې تېره ورځ چهارشنبې د وري ۲۲ مه په کابل کې د افغانستان فرهنګ د سولې فرهنګ دی په نامه د سولې د ډیالوګ په څنډه کې خبریالانو ته کړې دي.

نوموړي و ویل، دا چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ویلی، دوی یې په اړه اندېښنه نه لري.

د هغه په وینا تر دې وخته د افغان حکومت د وړاندیز په اړه د طالبانو چوپ پاتې کېدل مثبت پیغام درلودلی شي.

ده ویلي، اروپایي ټولنه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د بیلابیلو قشرونو تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي، څو د افغانستان اوږدمهالې ستونزې ته د حل لاره پیدا شي.

د سولې عالي شورا غړی عبدالحکیم مجاهد هم وایي، چې د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه د طالبانو د مشرتابه ترمنځ مشورې روانې دي او کېدای شي په یوه مناسب وخت مثبت ځواب رامنځته شي.

نوموړی  ویلي«د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو چې افغانان نور له جګړې ستړي دي، موږ هیله لرو چې طالبان ډېر ژر د افغان حکومت دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.»

په ورته وخت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد شفیق ګلااغا شیرزي بیا د یوې داسې بې‌طرفه شورا د رامنځته کېدو خبره وکړه چې په باور یې کولای شي د سولې د ټینګښت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي