۰

الجزایر کې د لوېدلې الوتکې د وژل شوو شمېر ۲۵۷ ته ورسېد

پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
په الجزایر کې د الوتکې د لوېدو له امله د وژل شوو شمېر ۲۵۷ کسانو ته رسېدلی دی.
الجزایر کې د لوېدلې الوتکې د وژل شوو شمېر ۲۵۷ ته ورسېد
 په الجزایر کې د الوتکې د لوېدو له امله د وژل شوو شمېر ۲۵۷ کسانو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه تېره ورځ چهارشنبې د وري ۲۲ مه د بوفاریک له پوځي اډې پورته او د دغه هېواد د پلازمېنې په ۲۵ کیلومترۍ کې لوېدلې ده.

د الجزاير رسنيو راپور ورکړی چې يوه نظامي الوتکه لوېدلې او په ‌کې ۲۵۷تنه وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د وژول شویو زیاته برخه پوځيان او د هغوی د کورنۍ غړي دي.

تر اوسه ددغه پېښې اصلي لامل نه دی په ګوته شوی، خو د الجزایر حکومت وایي چې د پېښې هر اړخیزه پلټنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي