۰

امریکا، روسیې ته! چمتو شه مزایل د روان دي/ روسیه: هر توغندی به دې شنډ کړو

پنجشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۰
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي په سوریه د توغندیو برید کوي او روسیې ته یې خبردارۍ ورکړی، چې د دغه بریدونو پر وړاندې چمتو شي.
امریکا، روسیې ته! چمتو شه مزایل د روان دي/ روسیه: هر توغندی به دې شنډ کړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي په سوریه د توغندیو برید کوي او روسیې ته یې خبردارۍ ورکړی، چې د دغه بریدونو پر وړاندې چمتو شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ وروستۍ له هغې دا څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې ویل کېږي په سوریه کې یو کیمیاوي برید تر سره شوی دی.

د دغه برید په اړه وړمه ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم د امریکا او روسیې د استازو تر منځ خبرې تبادله شوې او امریکا هڅه کوله، چې متحدین یې پر سوریه برید ته چمتو کړي، خو روسیې د دغه کار مخالفت وکړ او د امریکا پرېکړه لیک یې ویټو کړ.

له دې وروسته د امریکا ولسمشر په ټویټر کې روسیې ته سخت خبرداری ورکړ او ویلي دي چې سوریه په میزایلو ولي، خو روسیې ویلي، چې د امریکا هر مزایل به شنډ کړي.

ټرمپ په خپل ټوېټر روسیې ته لیکلي« روسیې ویلي چې پر سوریې توغیدونکي میزایل شنډوي. روسيې! چمتو شه، میزایل در روان دي، ښکلي او زیرک هم دي. تاسو باید د هغو وحشیانو تر څنګ ونه دریږئ چې خپل خلک په ګازو وژني او خوند ترې اخلي.»

نوموړي دا هم ویلي، چې د امریکا او روسیې اړیکې تر بل هر وخت خرابې شوې او له روسیې یې غوښتي، چې د وسلو سیالی بنده کړي.

ویل کېږی، ټرمپ لاتینې امریکا ته هم خپل پلان شوی سفر لغوه کړی او ښايي پر سوریه د ممکنه برید په اړه له خپلو عربي متحدینو سره مشورې وکړي.

روسیې هم د ټرمپ خبرې بې ځوابه نه دي پرېښې او ویلي یې دي، د امریکا هر هغه میزایل به شنډ کړي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال په پلمه یې پر سوریې توغوي.

د ټرمپ د ټویټ په غبرګون کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفوا، په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي «هوښیار میزایل باید د ترهګرو پر ضد وتوغول شي، نه د مشروع حکومتونو په لور چې د څو کلونو راهیسې په خپله خاوره کې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد جنگیدلي دي.

په ورته وخت په لبنان کې د روسیې سفیر ویلي چې د دې ډول نښتو مخه باید ونیول شي او مسکو خبرو ته تیار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي