امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې څلور تنه تښتول شوي ماین پاکان د پولیسو په عملیاتو کې روغ رمټ راخوشي شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست زیاتوي، چې دغه ماین پاکان څه موده وړاندې د کابل د سروبي ولسوالۍ له اړونده سیمې وسله والو طالبانو تښتولي وو.
دوی وايي، دغه ماین پاکان تېره ورځ د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې روغ رمټ ژغول شوي دي.
له دې سره تر څنګ یاد چارواکي په کابل کې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو د ۷۴ تنو د نیول کېدو خبر هم ورکوي.
د کابل د جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست وایي، دغه کسان، د غلا، قتل او یو شمېر نورو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل