۰

فراه کې د وسله والو مخالفینو پر غونډه بریدونه شوي

چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
د هېواد په لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه غونډه هوايي او توپچي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
فراه کې د وسله والو مخالفینو پر غونډه بریدونه شوي
د هېواد په لوېدیځ کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو په فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه غونډه هوايي او توپچي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو چارواکو ویلي دغه تازه هوايي او توپچي بریدونه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د شیوان او ګنج په سیمو کې شوي دي.

سرچینه وايي، په دې بریدونو کې بهرنیو ځواکونو هم برخه اخیستې وه او پر مهال یې ۳۵ وسله وال وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو چارواکو زیاته کړې، چې په دې بریدونو کې د وسله والو یو موټر هم له منځه وړل شوې او درې وسله وال د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې د هېواد په لوېدیځ جنوب او جنوب لویدیځ ولایتو کې په دې ورستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات زیات شوي دي.

جمهورخبري آژانس: فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي