امنیتي چارواکي وايي، د غور ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالتواب له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار چهارشنبې د وري ۲۲ مه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې عبدالتواب دولینه ولسوالۍ ته روان وو.
د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال نظامي وايي، د غور د کرنۍ رییس دولینه ولسوالۍ ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې یې موټر د سړک د غاړې په ماین ختلی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې د کرنۍ او مالدارۍ رییس عبدالتواب او د هغه موټر چلوونکی ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:غور