۰

زابل او اروزګان کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۶
په سویلي زون کې د پوځ چارواکي وايي، په زابل او اورزګان ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل او اروزګان کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په سویلي زون کې د پوځ چارواکي وايي، په زابل او اورزګان ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن یحیی علوي وايي دغه بریدونه تېره شپه د افغان پوځیانو او ایساف ځواکونو له خوا تر سره شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د زابل د شاجوی ولسوالۍ د خاکي په سیمه کې ایساف ځواکونو پر وسله والو هواي برید کړی، چې په ترڅ کې یې د محمد نعیم په نوم د طالبانو یو ځايي قوماندان له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی دی.

دغه راز ده هغه زیاته کړه، چې د اروزګان د مرکز ترینکوټ په ګوګریټ سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو په یوه مرکز هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې د یوه سرګروپ په ګډون درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي