سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې دوه ماشومان ټپیا شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ د وري ۲۱ مه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستیال ویاند مطیع الله هلال وايي، د پنجوايي ولسوالۍ د نورزي په کلي کې د سړک د غاړې ښخ شوي ماین پر پلیو ماشومانو چاودلی، چې له امله یې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و او ټپي ماشومان هم د پولیسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
خو تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار