مسکو له واشنګټن څخه وغوښتل، چې په سوریه کې د کیمیاوي برید په ځواب کې له پوځي برید څخه ډډه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا هغه پرېکړه لیک هم ویټو کړ، چې په کې یې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارول کېدو د بیا څېړنې غوښتنه کړې وه.
چین بیا دغه پرېکړه لیک ته سپینه رایه ورکړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا د امنیت شورا په غونډه کې امریکا وغوښتلو چې اوسني پلانونو چې په جګړه او ځوابیه برید راڅرخي پرېږدي.
نوموړي خبردارۍ ورکړ، چې د هر ډول بې قانونه پوځي هڅې مسوول به واشنګټن وي.
په ورته وخت کې لوېدیځو مشرانو ویلي چې د سوریې په دوما ښار کې د برید د مسوولانو په نښه کولو له پاره هوکړې ته رسېدلي دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې دا ډول عملیات د سوریې کیمیايي وسلې په نښه کولی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر د تېرې دوشنبې په ورځ و ویل، د سوریې په هکله به ۴۸ ساعتونو کې مهمه پرېکړه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل