۰

ننګرهار کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
سیمه ییز اوسېدونکي او امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د پخوانۍ دښمنۍ له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
ننګرهار کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي
سیمه ییز اوسېدونکي او امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د پخوانۍ دښمنۍ له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د وري ۲۲مه) د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د سراچه علي خان په سیمه کې رامنځ ته شوې.

راپورونه وایي، څلور تنو وروڼو د خپل تره سلام پر کور برید کړی، چې له امله یې خپله سلام، د هغه مېرمن او څلور زامن وژل شوي دي.

ویل کېږي پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې او قاتلین هم له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکو هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په جلال آباد ښار کې یو تن خپل پلار، مور او مېرمن د تومانچې په ډزو وژلي و، چې قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي