پروان کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

22 حمل 1397 ساعت 9:44

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په پروان ولایت کې پر یوه پخواني جهادي قوماندان ډزې کړې او وژلی یې دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په پروان ولایت کې پر یوه پخواني جهادي قوماندان ډزې کړې او وژلی یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د وري ۲۱ مه د پروان د سیدخیل ولسوالۍ د رسول داد خیلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرایمو پر وړاندې د مبارزې مدیر فرهاد هاشمي وايي، وژل شوی جهادي قوماندان محمد آصف نومېږي.

د هغه په وینا محمد آصف چې سیدخیل ولسوالۍ پخواني امنیه او جهادي قوماندان و، په یاده سیمه کې هغه مهال چې د کور خوا ته روان و د نامعلومه وسله والو په کمین کې وژل شوی دی.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې د مدیر په خبره محمد آصف دا مهال د کورنیو چارو وزارت یو برحاله افسر وو.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د هغه د وژنې لامل نه دی څرګند شوی خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه چا د دغه پېښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 103185

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103185/

جمهور
  https://www.jomhornews.com