۰

برازیل کې ۲۰ زندانیان د تېښتې پر مهال وژل شوي

چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۵
راپورونه وایي، د برازیل په شمال کې له یوه زندانه په ډلیزه توګه د زندانیانو د تښتې پر مهال ۲۴ زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
برازیل کې ۲۰ زندانیان د تېښتې پر مهال وژل شوي
راپورونه وایي، د برازیل په شمال کې له یوه زندانه په ډلیزه توګه د زندانیانو د تښتې پر مهال ۲۴ زندانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژاژانس د خبر له مخې دغه زندانیانو د برازیل شمال ته د بلم ښار له یوه زندان څخه تېره ورځ د وري ۲۱ مه په ډلیزه توګه د دښتې لار خپله کړه، چې یوې وسله والې ډلې پر زندان برید وکړ.

ویل کېږي، د برید کوونکو له ډلې یوه تن د زندان یو دېوال د چاودېدونکو توکو په واسطه نړولی او وروسته زندانیانو په تېښته لاس پورې کړی دی.

وروسته له دې پېښې د زندان ساتونکو پر زندانیانو او وسله والو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۹ زندانیان او یو برید کوونکی وژل شوي او ۴ زندانیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې نور زندانیان په تېښته بریالي شوي او که څنګه.

باید و ویل شي، چې تېر کال هم د برازیل د مانائوس ښار د آمازون سیمه کې په یوه زندان کې ۶۵ تنه د شخړې پر مهال وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي