ایف بي ای د ټرمپ د وکیل پر کور چاپه وهلې ده

21 حمل 1397 ساعت 9:16

راپورونه وايي، د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آې د ډونالډ ټرمپ د وکیل مایکل کوهن پر کور او دفتر چاپه وهلې ده.


راپورونه وايي، د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آې د ډونالډ ټرمپ د وکیل مایکل کوهن پر کور او دفتر چاپه وهلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د امنیتي ادارو سرچینې ویلي، د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي ای تېره ورځ  دوشنبې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شخصي وکیل مایکل کوهن په کور او دفتر چاپه وهلې ده.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تحقیقاتي ادارې دغه اقدام په کلکو ټکو غندلی دی.

له ولسمشر کېدو وروسته پر ټرمپ څو فلمي ستورو، مدیرانو، سپورتي لوبغاړو او د ښکلا موډلانو تر دې دمه پر ټرمپ تور لګولی چې له دوی یې جنسي غوښتنې لرلې دي او یا یې په سپکه ورته کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com